بلخ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ د انصاري امپیکس لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې انصاري امپیکس لوبډلې د ۴-۳ گولونو په توپیر خپلې سیالې خراسان مانداگار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
