لوګر؛ په مرکز پل عالم ښار کې د بدن ښکلا او پاورلفټنګ ورزشکارانو نمايشونه ترسره شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۳۰
لوګر؛ په مرکز پل عالم ښار کې د بدن ښکلا او پاورلفټنګ ورزشکارانو نمايشونه ترسره شول

د لوګر ولایت بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د بدن ښکلا او پاورلفټنګ فدراسيونونو له لوري په مرکز پل عالم ښار ورزشي نندارې ترسره شوې.

په دغو نندارو کې د پاورلفټنګ فدراسیون په تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې ٣٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود، چې په ١٤٠، ١٩٠ او ٢١٠ کيلو وزن پورته کولو کې نمايشونه ترسره کړل.

همداراز د بدن ښکلا ورزشکارانو هم جالب او په زړه پوري نمايشونه وړاندې کړل.

د دې نندارو موخه په لوګر کې ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادو ورزشي رشتو وده ده.

په پاى کې د لوګر د ورزش امريت له لوري د ورزشکارانو د تشویق په موخه مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي بيکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS