لوګر؛ پل علم کې د والیبال سیالیو اتلولي استقلال کلنګار لوبډلې وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۹:۴۹
لوګر؛ پل علم کې د والیبال سیالیو اتلولي استقلال کلنګار لوبډلې وګټله

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د حاجي ګلون په سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ ۱۴ ورځې وړاندې د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د حاجي ګلون په سیمه کې پیل شوې وې.

د دغو سیالیو پایلوبه د « نیازیواتلان او استقلال کلنګار» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د « ۳ – ۲» میدانونو په توپیر د کلنګار په لومړي او د اتلانو په دویم مقام پای ته ورسېده.

د دې سیالیو موخه د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ یووالی او د غوره لوبغاړو پیژندنه وه.

د پایلوبې په سیالیو کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو هم ګډون کړی وو.

په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د یادې سیالۍ په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS