لوګر؛ مرکز پل علم کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۲۲
لوګر؛ مرکز پل علم کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکاري د پانکرېشن ملي فدراسيون له لوري د ياد ولایت په ورزشي جمنازيوم کې له ۱۲ ولايتونو د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوريو او له ۳۹ کيلوګرام څخه تر ۱۰۰ کيلو ګرام بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې ، چې په پايله کې د مشرانو له عمري کټګورۍ څخه ۵۰ تنه ورزشکاران او د ځوانانو له عمري کټګورۍ څخه ۳۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۸۰ تنه ورزشکاران کېږي د پانکرېشن ملي لوبډلې ته وټاکل شول او د ولايتونو په کچه د فارياب ولايت ورزشکارانو لومړی، د کابل ولايت ورزشکارانو دويم او د هرات ولايت ورزشکارانو درېيم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ د پانکرېشن ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته کپ، مډالونه، ستاينليکونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS