لمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچوونې سيالۍ تر سره شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د امير بلند آغا په سيمه کې د ملي او دوديزو لوبو دودولو په موخه د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې نقیب الله لومړی، عبدالرحمن دويم او عبدالواحد وحدت درېيم مقام تر لاسه کړ.
د يادونې وړ ده، دا دويم ځل دی، چې په يادې ولسوالۍ کې په رسمي ډول د تېږې اچوونې سيالۍ ترسره کېږي.
د سياليو په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.