لغمان؛ په مرکز مهترلام کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۹:۳۲
لغمان؛ په مرکز مهترلام کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ د ياد امريت په ورزشي جمنازيوم کې د سولې آرمان راډيو په مالي ملاتړ د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د رمضام جام سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، د پيل لوبه يې د سولې ارمان راډيو او ډنډرو کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سولې ارمان راډیو خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي چې د دغو سياليو موخه د غوره څېرو پيژندل، د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريکول، د نشه یي توکو پر ضد مبارزه او د ځوانانو ترمنځ یووالی ياد شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

پکتیا؛ لجه منګل ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیباتل سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د زیولات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بولدک ولسوالۍ په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS