لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۹:۵۸
لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ په الاجيگرو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د واليبال سيالۍ د شيخ محمد حسين لېسې الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې شيخ محمد حسين لېسې الف لوبډلې سيالې شيخ محمد حسين لېسې ب لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول‌.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS