لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ۳۸ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۲:۴۳
لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ۳۸ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د ياد ولايت په مرکز حيدر خان بابا کلي کې د ۳۸ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اتحاد ځوانانو او حيدر خان بابا ځوانانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه اتحاد ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۴ منډو هدف کېښود، حيدر خان بابا ځوانانو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۲۶ منډو په توپير اتحاد ځوانانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ، چې ۲۱ ورځې به دوام وکړي، موخه يې لۀ نظام څخه ملاتړ او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۴
Background image

د ورزش ادارې فني او مسلکي او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وړاندیز او د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرأ د عالي مقام د حکم پر بنسټ محمد یوسف افتخار د یاد ریاست د فني او مسلکي رئیس او ښاغلی نقیب احمد الفت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۲۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د هيچکلي لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امید استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS