لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۳۰
لغمان؛ مرکز مهترلام کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند بديع الآباد کلي کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بديع الآباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بديع الآباد او بیصرام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بديع الآباد لوبډلې د ٣ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه ترسره شوې چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS