لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۴
لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خروټي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مشرقي ځوانانو او خروټي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خروټي ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. مشرقي ځوانانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ٨٨ منډې وکړې او ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٣٨ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۸:۳۴
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۸:۳۲
Background image

تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د رزمي لوبو سلف دفنس سبک سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سلف دفنس سبک سيالۍ وشوې.

دغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۸:۳۰
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS