تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان سرای سنګ لوبډلې خپلې سيالې سرای سنګ منتخبې لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې دوې شپې يې دوام وکړ
