لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۱:۵۶
لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په عبدالرحيمزيو کلي کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د دوې ورکولو او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليرې والي په موخه د رمضان جام په نوم د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د فرمانخېلو او غونډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، غونډۍ لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه کړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۵۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې فرمانخېلو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د درېيو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

ميدان وردگ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ميدان اتلانو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۹
Background image

لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د فيروزآباد ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۶
Background image

دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د افتخار کیتي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS