لغمان؛ الینګار لوبډلې د مهترلام سوپر ۸ ټېپ بال کرکت سیالیو اتلولي وګټله
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکت فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د رمضان جام په نوم د ټېپ بال سوپر ۸ سیالۍ چې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د الینګار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیاليو پای لوبه د الینګار او مرکز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مرکز لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبدلې ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه، چې الینګار لوبډلې یاد هدف پوره کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ چې د مرکزي لوبډلې د جوړولو او غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره شوې، په پای کې یې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاینلویکونه ورکړل شول.
