لخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د دولت آباد ولسوالۍ اړوند خيرآباد کلي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې سيالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سيالۍ کورش سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
