قيس غني لوبډلې د هلمند د فوتسال دويم پړاو سياليو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۹:۴
قيس غني لوبډلې د هلمند د فوتسال دويم پړاو سياليو اتلولي وګټله

د هلمند ولایت د فوټسال دويم پړاو سيالۍ چې د هلمند د فوټسال کمېټې له لوري په څلور ګروپونو کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د قيس غني لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبې ته د نور سخي او قيس غني لوبډلو لار پیدا کړه، چې د قيس غني لوبډلې خپل سيال ته د ٨-١ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د هلمند فوټسال منتخبې لوبډلې ټاکل او په کابل کې د تمريني کمپ لپاره د شپږ تنو لوبغاړو غوره کول دي.

د يادو سياليو په ترڅ کې محمد خان د غوره لوبغاړي، معلم نجيب الله د غوره ګول وهونکي، فريدون سلطاني د زياتو ګولونو وهونکي او محمد د غوره ګول ساتونکي په توګه وټاکل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS