فاریاب کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا ديارلسم پړاو سيالۍ ترسره شوې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د فټنس او بدن ښکلا ديارلسم پړاو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې اعظم ورزشي کلب ورزشکارانو لومړی، فاروق ورزشي کلب ورزشکارانو دويم او سادات ورزشي کلب ورزشکارانو بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه په فارياب کې د فټنس او بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
