د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له نیوریلنډ څخه د ۵۴ – ۶۳ امتیازونو په توپیر او هند څخه د ۲۶ – ۹۳ امتیازونو به توپیر ګټلې وې او درېیمه لوبه یې د عراق بر وړاندې وبایلله.

دغه لوبډله به خپله څلورمه لوبه کې له پچې اچوونې وروسته د B ګروپ له يو سيال سره سبا ( چهار شنبه، د لړم پر ۲۱مه) لوبه وکړي.

یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌ توب په پلازمېنه بنکوک ښار کې د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې دوام کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS