فاریاب کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ښوونیز سمینار ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۲۱
فاریاب کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ښوونیز سمینار ترسره شو

په فاریاب ولایت کې د هېواد د بدني روزنې او ورزش ریاست د پلاوي له لوري د یاد ولایت د ورزشي آمر په شتون کې په ورزشي لوبو کې د پلان جوړونې، ورزشي بازار موندنې، په اسلام کې د ورزش اصولو او مقرراتو، د لومړنیو مرستو او ورزش زیان پېژندنې په برخو کې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

په دغه سمینار کې د فدراسیونونو مسؤولانو، د مختلفو برخو روزونکو او مډال ګټونکو برخه اخیستې وه.

د یاد سمینار موخه په بېلابېلو برخو کې د پوهاوي د کچې لوړول ښودل شوي دي، چې په پای کې د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د سمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS