فاریاب؛ مرکز میمنه ښار کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۳۴
فاریاب؛ مرکز میمنه ښار کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکرېشن ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میمنه ښار کې د کابل، بلخ، او فاریاب ولایتونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د فاریاب ولایت ورزشکارانو لومړی، کابل ولایت دویم او بلخ ولایت بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د پانکرېشن ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ستاره صدام لوبډلې په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS