فارياب د پنځو ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې
په فاریاب ولایت کې د پنځو ولایتونو (فاریاب، سرپل، بادغیس، سمنګان او هرات) د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د کټګوریو او د ۱۴ بېلابېلو وزنونو لرونکو ۶۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.
په دغې سیالیو کې د فاریاب ولایت د سپورټ مسوولینو، د دغه ولایت د پانکریشن فدراسیون مسوولینو، دولتي چارواکو، ورزشکارانو او تر دوه زرو ډېرو نندارچیانو ګډون کړی و.
د دغو سياليو په پاى کې فارياب ولايت لومړى، هرات ولايت دويم او سرپل ولايت درېيم مقام خپل کړ.
د سیالیو موخه په افغانستان کې د پانکریشن ورزش ته وده ورکول وو.
