فارياب؛ د ميمنې ښار چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۴۸
فارياب؛ د ميمنې ښار چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د فارياب ولايت د وزلوبې فدراسيون له لوري د دې ولایت د مرکز ميمنې ښار په وزلوبې ميدان کې د ٣٨ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د فارياب ولايت د ورزش امريت، ملي او عنعنوي لوبو مديريت مسوولینو، چاپندازانو، ګڼ شمېر مېلمنو او د دې رشتې مينه والو شتون درلود.

د دې سياليو موخه په ولايتي او نورو سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالى او د ميمنې ښار اوسېدونکي ته د تفريح برابرول دي.

په دې سياليو کې د ميمنې ښار چاپندازانو ښې پایلې ترلاسه کړلې، چې په پاى کې د غوره چاپندازانو له لوري وستایل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS