غور کې د سلو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو غوراوي سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۰:۳۸
غور کې د سلو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو غوراوي سیالۍ ترسره شوې

دغه سيالۍ د ووشو د پنځو کلپونو ورزشکارانو، د ملکي او نظامي مسوولينو او د ورزش د مينه والو په شتون کې پيل شوې.

د غور د ورزشي مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د جمعې په ورځ سهار له اتو بجو څخه د مازديګر تر پنځو بجو پورې روانې وې او په پاى کې ١٨ ورزشکاران وتوانېدل چې د غور غوره لوبډلې ته لاره ومومي.

د يادونې وړ ده، چې د لوبو په پاى کې د ولايت مقام او نظامي مسوولينو له لوري د لوبغاړو د هڅونې په موخه نغدي جايزې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS