غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد شینکوت لوبډلې خپلې سیالې خواجه وجه الدین لېسې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
