خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د غزا غونډۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې غزا غونډۍ لوبډلې له خپل ١٦٧ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٤٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې مغل خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
