غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ليګ پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۴۶
غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ليګ پای ته ورسېده

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ليګ سيالۍ د صحت عامې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د صحت عامې لوبډلې خپلې امنيه قوماندانۍ لوبډلې ته د ۷/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د دولتي او غیرې دولتي ادارو کارمندانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې درې اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د غور ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۳۸
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په مرکز نيلي ښار کې د ولسواليو جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۳۰
Background image

کندز کې د فوټبال مقدماتي ليګ پای ته ورسېده

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال مقدماتي غوره ليګ سيالۍ د سرې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۱۲
Background image

بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ پيل شو

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د قومونو د يووالي جام په نوم د فوټبال ليګ پيل. . .

BACK TO NEWS