دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په مرکز نيلي ښار کې د ولسواليو جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جوانان مرکز لوبډلې خپلې سیالې پاتو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.