غور؛ مرغاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اتحاد دریچاد او صیاد وعظ لوبډلو ترمنځ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د کال غوره لوبډله موندل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
