غور؛ فيروز کوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۱:۴۵
غور؛ فيروز کوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د سلطان غیاث‌الدین، رزمندگان، لمر، تندر، جام غور، آزادي کنډیوال، سازش او پیکان شرکت لوبډلو گډون کړی، چې لومړۍ لوبه يې د سلطان غياث الدین او غور جام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سلطان غياث الدین لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه په ياد ولايت کې د واليبال ورزش ته وده او پرمختگ ورکول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS