غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۴۱
غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د تیوره ولسوالۍ په یخن راه لېسې تمریناتې لوبغالي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې معروف، عبدالحق، فرید احمد، ملا عبدالقادر او جمعه ګل په بېلا بېلو وزنونو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه ترلاسه کړل او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS