غزني کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسینګ سیالۍ وشوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي جمنازیوم کې له ۸ کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسینګ دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو وزني او عمري کټګوریو کې د ورزشکارانو فني او تخنیکي وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۵ تنه غوره ورزشکاران وپېژندل شول، چې ۹ تنو مډالونه ترلاسه کړل، ۴ تنو د اتلولۍ کمربندونه وتړل او ۲ تنو د اتلولۍ جام خپل کړ.
