غزني کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ناوه بابه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۱۳
غزني کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ناوه بابه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د جاغوري ولسوالۍ له بېلابېلو ځايونو د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پیل شوې وې د ناوه بابه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ناوه بابه لوبډلې خپلې سیالې اميد قمبر لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په تاغز حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل؛ کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پلهوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، یوه ورځ یې دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS