غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۲۰
غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ښار په فروشګاه لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد لوبډلې خپلې سیالې فروشګاه لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ د پيل مراسم ترسره شول

د يما پطرول - افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ سياليو د پيل مراسم د هېواد د ورزش ادارې د عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د ملي راډیو تلویزون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د کابل والي ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS