کابل؛ د افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ د پيل مراسم ترسره شول

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۸
کابل؛ د افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ د پيل مراسم ترسره شول

د يما پطرول - افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ سياليو د پيل مراسم د هېواد د ورزش ادارې د عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د ملي راډیو تلویزون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ورزش ادارې فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې پخوانی رئیس انجینر نظر محمد مطمین، د وزلوبې فدراسیون رئیس حاجي سرور جلال، د ورزش ادارې د رهبرۍ غړو، د بېلابېلو ام.ار.ت.ي ادارو مسوولينو ،چاپندازانو او د ګڼ شمير مينوالو په ګډون ترسره شول.

د افغانستان وزلوبې ليګ اووم پړاو سيالۍ به د بهرنيو لوبغاړو په ګډون د يوولس لوبډلو( کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنګان، بغلان او هرات) ترمنځ ترسره شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست او د دې ليګ د مبارکۍ ترڅنګ وويل، سږ کال به دغه ليګ له تېرو پړاونو څخه په متفاوت ډول ترسره شي.

دغه راز د وزلوبې، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون رئیس غلام سرور جلال راغلو ميلمنو او لوبډلو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د‌ دې ليګ له ټولو مالي ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه.

ورپسې د افغانستان ملي راډيو تلويزيون عمومي رئيس قاري محمد يوسف احمدي خوښې وښوده، چې نن دغه ليګ رسماً پيلوي او ټولو ته يې مبارکي وويله.

د ويناو پر دوام د کابل والي الحاج ملا امين الله عبيد وويل؛ ورزش په تېرو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او نه بايد په دې بسنه وکړو او نور هم کوښښ وکړو، چې خپلې عنعنوي لوبې نورې هم وغځوو.

همدارنګه د يما پطرول شرکت استازي سيد غفور احمد جاويد د مبارکۍ ترڅنګ وويل، موږ به تل د بزکشۍ له لوبو او پهلوانانو سره ولاړ يوو.

ټاکل شوې، چې د دې سياليو لومړۍ لوبه به سبا ( جمعه، د ليندۍ ۲۱مه) د کندز او بلخ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS