غزني کې د تکواندو ۲۰ تنو ورزشکارانو ته د تکواندو لومړی پړاو ښوونیز سیمینار ترسره شو
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د تکواندو ۲۰ تنو ورزشکارانو ته د تکواندو لومړی ښوونیز سیمینار ترسره شو.
دغه ښوونیز سیمینار د خلیل ایازي، سید مجتبی روحاني او د غزني تکواندو فدارسیون د استازولۍ مسوول پرویز ګلزاد استاذانو له لوري تدریس شو.
د یاد سیمینار موخه د تکواندو د استاذانو او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول و