غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د بازار اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۰:۱۲
غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د بازار اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې د ګیلان ولسوالۍ په قریه حسن ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې د بازاراتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه د اتفاق بازار لوبډلې او واړه لوبډلې ترمنځ ترسره شوه په پایله کې د اتفاق لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالۍ په پای کې د ګیلان ولسوالۍ ورزشي مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته جایزې، کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS