غزني؛ په مرکز غزني ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۲:۲۶
غزني؛ په مرکز غزني ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د لامبو وهنې فدراسیون له لوري د غزني په مرکز کې د زمري ۲۴مې د هېواد د ازادۍ په ویاړ، د دې ولایت د مرکز او د کابل د څلور لامبو وهونکو ترمنځ د کوچنیانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په دل ارام حوض کې د لامبو وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د غزني د ورزش مسوولینو، د لامبو وهنې ملي فدراسیون استازو، ورزشکارانو او د دې رشتي مینوالو ګډون کړی و.

په پای کې غوره ورشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS