غزني؛ مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د رمضان جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاد ولایت په مرکز ولیعصر ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې کتابخانه تخفیف شهر لوبډلې خپلې سیالې وي ای پي لوبلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هیره دې نه وي دغه سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي او موخه یې د رمضان مبارکې میاشتې لمانځل دي.