زابل؛ تنگي لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په دايچوپان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د تنگي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د تنگي او ملک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، تنگي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف کېښود، ملک لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۶۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۱۷ ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.