غزني؛ مالیستان او قره باغ ولسوالۍ کې دوه ورزشي جمنازیمونه پرانیستل شول
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د دوو ملي سوداګرو له لوري د یاد ولایت په مالیستان ولسوالۍ کې د ۱۱۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت او قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت دوه ورزشي جمنازیمونه پرانیستل شول.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر په وینا دغه ورزشي جمنازیمونه د ورزش د ودې، د ځوانانو هڅولو، د غوره ورزشکارانو موندلو او لرې پرتو کلیو کې ورزش ته د لاس رسی درلودل په موخه پرانیستل شو.
دغه ورزشي چمنازیمونه د دولتي چارواکو، ورزشکارانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
