غزني؛ د فوټبال سټېډیوم له رغاونې وروسته پرانیستل کیږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۲۲
غزني؛ د فوټبال سټېډیوم له رغاونې وروسته پرانیستل کیږي

د غزني ولایت د فوټبال سټېډیوم، چې د رغاونې کارونه یې یو کال وړاندې د فوټبال فدراسیون له لوري پیل شوي وو، سبا د یوې شاندارې فوټبال سیالي او ورزشي نندارو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.

په یاده سیالي کې د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ او د هیواد د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر ګډون کوي.

د نوموړي سټېډیوم د پرانیسې په ویاړ به د هیواد د نولس کلنو ملي لوبډلې او د غزني د منتخبه لوبډلې ترمنځ سبا دوه بجې دوستانه سیالي وشي.

د یادون وړ دی، چې د غزني د فوټبال سټېډیوم د فیفا په ۸۵۰ زره ډالري لګښت جوړ شوی و، چې دوه کاله وړاندې د سیلابونو له وجې تخریب شو؛ خو اوس بېرته ورغول شو او سبا به یې بېرته دروازه د لوبو پر مخ پرانیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS