غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلپ ستاره لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۹:۴۴
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلپ ستاره لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې درې ورځې وړاندې پيل شوې وې د کلپ ستاره لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د کلپ ستاره لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۳/۱ امتیازونو په توپيرماتې وکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته کپ او د اتلولۍ حکم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS