غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۲۷
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په داوود ورزشي او فرهنګي جمنازيوم کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني جام سيالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې استقلال انګوري لوبډلې خپلې اميد زيرک لوبډلې ته د ۳/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې ته يو موټرسايکل او دويم مقام لوبډلې ته کپ، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۵
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS