غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۹:۲۸
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې د کلتوري لوبو د ودې په موخه د ګیرو او اندړو ولسوالۍ د ۴ ټیمونو او ۳۶ آس ځغلوونکو په ګډون د اندړو ولسوالۍ په لشکو ورزشي لوبغالي کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دغو لوبو کې د نیزه وهنې فدراسیون مسؤول، ورزشي مسؤولانو او نندارچیانو ګډون کړی و.

د دغو لوبو په پای ته رسېدو سره د ګیرو ولسوالۍ لومړی، د اندړو حکیم سنايي لوبډلې دویم او د حکیم سنايي B لوبډلې درېیم مقامونه ترلاسه کړ.

د ورزشي استازو له لوري غوره لوبډلو ته کپونه او د اتلولي جامونه ورکړل شول.

د دغو سیالیو موخه د کلتوري او عنعنوي لوبو وده ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS