غزني؛ آب بند ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په بازار ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د چواڼي زلميانو او گنداب زلمو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې گنداب زلمو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷۳ منډو هدف کېښود، چواڼي زلميانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.
دغه سيالۍ چې شاوخوا ۹ ورځې به دوام وکړي، د ترسراوي موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.
