علي بلال د بدن ښکلا په ارنولد کلاسیک سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۸:۹
علي بلال د بدن ښکلا په ارنولد کلاسیک سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

د ۲۰۲۵ کال د بدن ښکلا ارنولد کلاسیک سیالیو کې، چې د امریکا متحده ایالاتو د هوهایو ایالت په کلمبوس ښار کې تر سره شوې، افغان ورزشکار علي بلال پکې لومړی مقام خپل کړ.

علي بلال تر دې مخکې د بدن ښکلا په مسټر المپیا سیالیو کې دویم مقام او د پیټسبورک پرو او نیویورک پرو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټلي دي.

د ارنولد کلاسیک سیالۍ هر کال په امریکا متحده ایالاتو کې د بدن ښکلا مشهور ورزشکار ارنولد شوارتز لخوا ترسره کېږي، چې د ډېری هېوادونو ورزشکاران ګډون پکې کوي.

دغه سیالۍ سږ کال د فیبروري میاشتې پر ۲۹ مه پیل او نن ( د مارچ پر دویمه) پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS