سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ظفر لوبډلې خپلې سیالې صلح لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او استعدادونو ته وده ورکول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
