سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه لوبغالی د ورزش د دودولو، د لوبغاړو د وړتيا لوړولو په موخه د ورزشي مسوولینو، دولتي چارواکو، لوبغاړو او د سيمې اوسيدونکو په شتون کې پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
