ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.
د فدراسیون تر ازموینې وروسته اتو تنو ته ژېړ، شنه او سره کمربندونه او پنځو ته بیا تور کمربندونه ورکړل شول.
