سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۳۴
سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دره صوف پایین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د دره صوف پایین لوبډلې خپلې سیالې حسیني لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د پایلوبو لوبډلو ته کپ او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS