سمنګان؛ په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۵:۵۱
سمنګان؛ په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د وزلوبې فدراسیون د نمائينده ګۍ له لوري او د دې نمائينده ګۍ د معاون ظاهر بای په مالي همکارۍ د سمنګان، بلخ، بغلان او نږدې ولسوالیو او کلیو چاپندازانو ترمنځ د یاد ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ په ورزشي میدان کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې تېره ورځ پای ته ورسېدې د فیروز نخچیر ولسوالۍ له لوبډلې د پهلوان جاوید له لوري یو اولاق ترسره شو، چې د پهلوان صفي آبدره ای په آس سپور و خوسی یې تر ټاکلي دایرې ورسوه.

د سیالۍ په پای کې پهلوان جاوید ته د حسیب الله ایوبي له لوري ۲۰۰ امریکایي ډالر او د صفي احمدي له لوري ۴۰۰۰ افغانۍ د جایزې په ډول ورکړې.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د چاپندازانو تشویق، سوله او زړه سوی ښودل شوی.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS